منظور پښتین: د مطیع الله ویسا نیول جبر او ظلم دی باید ژر تر ژره له بنده خوشی شي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په افغانستان کې د نیول شوي د زدکړو فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي د طالبانو له خوا د ښاغلي ویسا نیول «ظلم او جبر» وباله.

منظور پشتین د جمعې په ورځ د بلوچستان په پشین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوڼدې ته پر نورو مسلو سربېره د مطیع الله ویسا نیول هم یاد کړل.

هغه وویل: «مطیع الله ویسا په افغانستان کې د تعلیم لپاره کار کولو د څو میاشتو راهیسې هغه نیول شوی. موږ (پي ټي ام) غوښتنه کوو چې هغه دې ازاد کړل شي».

همداراز، څو ورځې مخکې (د زمري په ۱۲مه) د "فریدم ناو" په نوم د بشري حقونو د دفاع ادارې د طالبانو له زندانه د مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي و چې ښاغلی ویسا په ناحقه او بې دلیله نیول شوی دی.

مطیع الله ویسا د "قلم لار" ټولنې او په افغانستان کې د زدکړو د ترویج د کمپاین مشر و.

نوموړي تر ډېره د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایاتو کې د زدکړو د ترویج کمپاین کاوه.

ویسا د روان کال د وري یا حمل په اومه ( د مارچ ۲۸) نېټه ماښام د طالبانو له خوا د کابل په خوشال خان مېنه کې ونیول شو.

د ویسا له نیول کېدو وروسته یو شمېر طالب چارواکو نوموړی په خپلسرو فعالیتونو او د طالبانو پر ضد د خلکو په راپورته کولو تورن کړ.

نور خبرونه

رادیو