له طالبانو څخه د یوې نابینا ارزګانۍ ماشومې د زدکړو هیله

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۴

د ملالۍ یوه هیله د سترګو دید ترلاسه کول او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدل دي.

هغه وايي: «زه د نورو په څېر لوبې نشم کولای، او نه د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو له طالبانو غواړم چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

ملالۍ وايي: ((زه د نورو نجونو په څېر لوبې نشم کولای، او نه هم د دې نړۍ ښکلاګانې لیدلای شم، خو د طالبانو څخه غوښتنه کوم چې نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.))

د دغه نابینا ارزګانۍ ماشومې پلار وايي، د لور درملنه يې په افغانستان کې ناشونې ده او تداوۍ لپاره بهر ته د لیږلو توان نه لري.

د ملالۍ پلار نیک محمد وايي:((موږ ټول بېسواده یو دغه دوه لوڼې مې چې یوه يې په سترګو نابینا ده کلیوالي ټولګي ته د زده کړو لپاره لېږم، زما لویه هیله داده چې اولادونه مې زده کړې وکړي؛ خو د زده کړو په اړه د طالبانو ورستیو پرېکړو ناهیلې کړی یم.))

ارزګان د افغانستان یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی، او په تېرو شلو کالو کې یاد ولایت کې د زده کړو او بیارغونې په برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دا لا نه ده په داګه شوې، چې د ملالۍ د زده کړو هیله به کله پوره شي، ځکه چې د نږدې دوو کلونو راهیسې د طالبانو له لورې په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي، او د طالبانو دغه پریکړې په کور دننه او نړۍواله کچه هم سخت غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.

نور خبرونه

رادیو