په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښو زیاتوالی

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۴

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پياوړتيا مرستندویه ټولنه وايي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي.
د دغې ټولنې د شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د ځان وژنې ۲۵۰ پېښې ثبتې شوي، چې له ډلې یې ۱۸۸ ښځې وې.

دوی دغه شمېرې خواشینونکې بولي او له نړۍوالې ټولنې او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د تشو اعلامېو د خپرولو پر ځای دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پياوړتیا ټولنې مشرې مريم معروف اروین ولولې کوچۍ سره په مرکه کې ویلي:« واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوو کلونو په اوږدو کې په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې کچه مخ پر لوړېدو ده.»
هغې زیاته کړه:« زموږ موندنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ښځو او نجونو کې د ځان وژونکو عمر له ۱۶ نه تر ۳۰ کلونو پورې دی.»

مېرمن اروین دا رنګه وایي:« په ښځو او نجونو کې د ځان وژنې لاملونه بېلابېل دي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو او پر ښځو او نجونو د بندیزونو او محدودیتونو له لګېدو وروسته په ښځو کې د ژور خفګان، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالو لاملونه په ګوته شوي دي.»

که څه هم په افغانستان کې د ځان وژنې کره شمېره روښانه نه ده او کېدای شي چې شمېرې ترهغه لوړې وي، ځکه نن سبا په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا د بیان پر ازادۍ لګول شوي بندیزونه او په خبریالانو کې شته وېره د دې لامل شوې چې څوک په خلاص مټ او ارامه ساه د دغه شان پېښو د رپوټولو لپاره زړه ښه کړي.
ګڼې افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې له نړۍوالې ټولنې او اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې ډېری ځان وژنې په تخار، کندز، بامیان، بادغیس، فاریاب، مزارشریف او نورو ولایتونو او کلیوالو سیمو کې شوي دي.
ځینې بیا وایي، طالبان هڅه کوي د ځان وژنې راپورونه پټ کړي، او ډېر ځله رسنیو ته اجازه نه ورکوي، چې دغسې راپورونه خپاره شي.

نور خبرونه

رادیو