د خوړو نړۍوال سازمان: په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۲

د خوړو نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیون ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او اړتیا ده چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه وټاکل شي.

دخوړو نړۍ وال سازمان"WFP" ویلي چې په روان میلادي کال کې یې له څلور میلیونه ډېرو ښځو او ماشومانو سره د ځانګړو خوراکي توکو مرسته کړې ده. یاد سازمان مخکې هم په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د مرستې اعلان کړی و.

له دې مخکې؛ د دغه سازمان د افغانستان د برخې مسوول هسیایو وي لي په افغانستان کې د خلکو روان ژوند- ژواک د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې وو چې دغه سازمان ۱۰ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستې توان نه لري.

د هغه په وینا د طالبانو له واکمنېدو وروسته؛ نېږدې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: "همدا اوس ۱۵ میلیونه افغانان له سختې قحطۍ سره مخ دي چې د خوړو نړۍوال سازمان له دې جملې ۱۰ میلیونو ته د مرستې رسولو توان نه لري".

د خوړو نړۍوال سازمان په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۲.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په افغانستان کې اړمنو کسانو ته خوراکي توکې چمتو کړي.

د دې ادارې په وینا، افغانستان به سږ کال په پرله پسې توګه د وچکالۍ درېیم کال ته داخل شي او ښايي د خوارځواکۍ وضعیت ۲۰ سلنه نور هم جدي شي.

نور خبرونه

رادیو