د افغان ښځو د زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا په اړه د امریکا او قطري استازیو ټینګار

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۱

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت له وزیرې لولو الخاطر سره د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د افغانستان د ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې هغې له لولوه الخاطر سره د افغان ښځو د تعلیم او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د زمري په لسمه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې لولو الخاطر د قطر په کوربه توب له ټام ویسټ او رینا امیري سره په لیدنه کې د امریکا او طالبانو د ناستو د پایلو او همداراز له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او اقتصاد په برخو کې د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

د زمري میاشتې په اتمه او نهمه نېټه په دوحه کې د امریکا استازو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او له مل پلاوي سره یې کتلي وو.

نور خبرونه

رادیو