ګرینفلېډ: د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۱

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د افغان مېرمنو روان وضیعت ته په اشارې ویلي، چې پر طالبانو به د فشارونو لړۍ دوام ولري.

هغې د افغانستان انټرنشنل همکارې مریم رحمتي ته ویلي، د اګست په میاشت کې چې د امنیت شورا مشري امریکا ته سپارل شوې د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري.

مېرمن ګرینفلېډ د ګوتو په شمېر امریکایي چارواکو او ډېپلوماټانو څخه یوه ده، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چال چلند رغنده او تندې نېوکې کوي.
هغه چې د اګسټ په میاشت کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوره یي مشره شوې، ژمنه یې کړې چې له بشري حقونو څخه سرغړونې به د امنیت شورا په غونډو کې وڅاري.
هغې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړې شوې خبري ناستې ته وویل «باید افغان نجونو ته ښوونځيو ته د تلو او مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي.»

په ملګرو ملتونو کې امریکایي سفیرې په زغرده دا خبره غبرګه کړه، چې امریکا طالبان په رسمیت نه پيژني.

د امریکا د سفیرې دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې په دوحه کې له طالب پلاوي سره د افغانسنان د ښځو په چارو کې د امریکا د استازې رینا امیري لیدو کاتو ګڼ ناندرییز بحثونه راپارولي دي. اغلې امیري په یو لړ ټویټونو کې په دوحه کې له طالبانو سره د لیدو کتو ننګه کړې وه.
یو شمېر نیوکه کوونکي وایي، چې په دغو ناستو پاستو سره د طالبانو په دریځ او سیاست کې بدلون نه شي راتلای او بر عکس دغسې ناستې پاستې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته مشروعیت وربخښلی شي.

د افغان ښځو د ژغورنې غورځنګونو ټلوالې د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په ټويټر کې يوه خبرپاڼه خپره کړه او ليکلي يې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې مخامخ ناستو افغان ولس ته هېڅ لاسته راوړنه نه لرله او يوازې د دې لامل شوی چې د ظلم او جنسیتي تبعیض لرونکي رژیم ته مشروعیت ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې له طالبانو سره به د ښځو د حقونو د وضعیت، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرو ته دوام ورکړي. د دغه وزارت په وینا، د دوحې په غونډه کې د مېرمن امیري په ګډون امریکايي استازو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ناوړه وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د اعتراض کوونکو ښځو ډله له طالبانو سره پر خبرو ټینګار يوازې دغې ډلې ته لابي کول ګڼي.

دغو مېرمنو څه موده وړاندې هم په یوه خبري غونډه کې د افغان ښځو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي پر کړنو نیوکې کړې وې او د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې وه. د دغه غورځنګ غړو ویلي، چې"رینا امیری د طالبانو لخوا د ښځو په بشپړه توګه لرې کولو په غبرګون کې یواځې په ټویت بسنه کړې.

پر رینا امیري له پراخو نیوکو وروسته هغې په ټويټر کې د لوستونکو د تبصرو برخه تړلې ده.

د افغان اعتراضي خوځښتونو ټلواله د عدالت او ازادۍ غورځنګ، د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ، د یووالي او پیوستون ټیم، د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ، د تخار د ښځو غورځنګ او د افغان ښځو له انقلابي غورځنګ څخه جوړه ده.

افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته دغو ډلو څو ځلې د کابل او ځینو ولایتونو په واټونو کې د طالبانو د سیاستونو پر ضد لاريونونه کړي وو.

نور خبرونه

رادیو