د پښتونخوا په باجوړ کې د ځانمرګي برید د مړو شمېر ۴۵ ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ زمری ۹

د پاکستان په پښتونخوا کې چارواکي وايي، د دې صوبې باجوړ کې پروني ځانمرګي برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي.

ځانمرګي د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام غونډه په نښه کړه او پکې د دې ډلې یو ځایي مشر هم ووژل شو. تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د حکومت یوه روغتیايي سلاکار ریاض انور، رویټرز اژانس ته ویلي، دې برید کې تر ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي چې ۶۱ لا هم درملل کېږي.

د پاکستان طالبانو غورځنګ- چې دغه هېواد په تېره پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بریدونه کوي- دا برید غندلی دی.

تراوسه بلې ډلې هم د دې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو پولیس یوه بیان کې وايي، د ترهګرۍ ضد اداره پر داعش شک کوي.

تېر کال د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له اوربند ماتېدو راهیسې دغه هېواد کې تاوتریخوالی او ورته بریدونه هم ډېر شوي دي.

تېره جنورۍ پېښور ښار کې د پولیسو جومات کې د چاودنې له امله هم تر سلو ډېر کسان ووژل شول، چې ډېری پکې امنیتي ځواکونه وو.

نور خبرونه

رادیو