د اسټرالیا د نړۍوالو چارو څېړنیز انسټیټوټ د افراطي ايډيالوژۍ او د ترهګرو ډلو د ودې په موخه د ديني مدرسو د پراخولو لپاره د طالبانو د هڅو په اړه خبردارى ورکړ. دا څېړنیزه اداره په افغانستان کې د طالبانو مدرسه جوړونه په سویلي اسیا کې تر ټولو خطرناک بدلون ګڼي.
د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نذیر افغاني پر کور د نامعلومو وسلهوالو په بريد کې څلور کسان ټپيان شوي دي. د دېره اسماعیل خان ځایي پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نذیر افغاني له خپل ورور او وراره سره په دغه برید کې بچ شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار پنجشنبه ( د غویي ۲۷مه) بیجېنګ ته ورسېده. پوتین به په بیجېنک کې له خپل چینایي سیال شي جېن پېنګ سره وګوري.
د ایران انترنشنل د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۲۶مه)د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بشري حقونو او ډېموکراسۍ په برخه کې د جنیوا په سرمشریزه کې د ۲۰۲۴ کال د زړورتیا مډال ورکړل شو.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن په خپله په يوه مرکه کې ویلي، چې د اوکراين د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د چين د پلان ملاتړ کوي. هغه وويل، بېجينګ په بشپړه توګه پوهيږي چې د دې بحران تر شا څه دي.
د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو نن له یوې حکومتي غونډې وروسته په ډزو وویشتل شو. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یو کس هم نیول شوی دی.
په غزه کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د اسرایيل په بريدونو کې ٨٢ فلسطينيان وژل شوي دي. اسراییلي پوځ په غزه کې خپل بریدونه زیات کړي او په رفح کې د اسراییل بریدونه لا هم دوام لري.
د چمن پرلتوال یاده جرګه له هغه وروسته رابولي، چې تېره ورځ یې د بلوچستان د ایالتي چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. پرلتوال وايي، د چمن جرګه به د پرلت د راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.
د هند لومړي وزیر د پاکستان لوري ته په ازاد کشمیر کې لاریونونو او اعتراضونو ته په اشارې، پاکستان د خوراکي توکو او برېښنا د کمښت له امله هم وغانده او زیاته یې کړه، چې هغه نه پوهېده چې دوی د بنګړیو له کمښت سره هم مخامخ دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې اسراییل په ځمکني او هوايي بریدونو کې تر ۳۵ زره ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل وايي، چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي. خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.
د اروپايي ټولنې شورا د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) ویلي؛ پرېکړه یې کړې، چې له روسیې څخه د ایران د نظامي ملاتړ، په منځني ختیځ او سور سمندرګي کې د فعالو وسله والو او همدا راز په اسراییل د ایران مستقیمو بریدونو له امله پر ایران بندیزونه پراخ کړي.
کرملین ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه بېجینګ ته ځي. دا د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیا ټاکل کېدو وروسته د ښاغلي پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ