بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی. د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.
په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې مس عینک لوبډلې د ۹ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماته ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده. مس عینک به له بند امير سره پايلوبه کوي.
په افغانستان کې د فوش تيپې شل اوره جام سياليو کې بندامير لوبډلې سپين غر زون ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه. سپین غر په شلو اورونو کې ۱۴۴ منډې کړې وې، خو بند امیر په شپاړسم اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په نوښت قوش تېپه جام کې نن بوست زون لوبډلې سیالې سپین غر لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ور کړه. دا په روان جام کې د بوست زون څلورمه سیالي ده چې په خپل نوم یې کوي.
د کرېکټ شل اوریز جام سیالیو تمریناتي لوبې چې د روانې مې میاشتې په ۲۷مه ڼېټه پیلېږي، افغانستان د عمان او سکاټلنډ خلاف دوه لوبې کوي. دغه تمریناتي سیالۍ د مې په ۲۷مه پیلېږي او د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
افغان فریفایټر خلیل ارسلاني به سبا شپه (د غویي ۲۸مه) له خپل ایراني سیال بهنام محمدي سره سیالي کوي.
د افغانستان د کرېکټ الف او سریلانکا کرېکټ الف لوبډلو تر منځ دا تمریناتي لوبه نا رسمي لوبه یاده شوې ده. تر دې وړاندې د سریلانکا الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ګټلې وه.
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالیو پایلوبه کې بند امیر لوبډلې مس عینک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه. د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې ددې سیالیو پچه د بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د مس عینک لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د طالبانو تر واک لاندي د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ یې پيل کړې. په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده.
د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰ ام پړاو سياليو کې، جاپان نن (شنبه د غویي۲۲مه) د مالیزیا په ایپو ښار کې د اذلان شاه جام هاکي ټورنمنټ کې پاکستان ته ۱-۴ ماته ورکړه.
د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه نن پیل شوه. د دغې لوبې پچه سریلانکا ګټلې او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه کړې. د سریلانکا الف لوبډلې تر دا مهاله شاوخوا ۱۳۹ منډې جوړې کړې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام کرېکټ سیالیو پر دوام، نن په ۱۹مه لوبه کې د بند امیر لوبډله د سپین غر پر وړاندې او په ۲۰مه لوبه کې د امو لوبډله د مس عینک پر وړاندې لوبه کوي. د ۱۹مې لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام کرېکټ سیالیو پر دوام، نن په ۱۷مه لوبه کې امو لوبډلې بند امیر لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه. د قوش تېپې په روانو سیالیو کې دا د امو لوبډلې دویم بری دی.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ