د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې د افغانستان د پارلمان د پخواني غړي اجمل رحماني د "مالي امپراتورۍ" په اړه دا ځل په اروپا کې نوې موندنې خپرې کړي دي.
په ناروې کې د طالبانو له استازو سره د افغان فعالانو د غونډې ګډونواله اصیلا وردګ له دغې ناستې وروسته وایي، چې هرې موضوع ته باید قومي رنګ ورنکړل شي، ځکه له دریو کلونو راهیسې د ټولو قومونو ښځې په کورونو کې بندیانې دي.
د بغلان د سیلاوونو په اړه کوم ښاغلي له تلویزیون سره په مرکه کې خپله قومي سرینده وهله، ویل په شمال کې سیلاوونه پلاني قوم راوستلي ...
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، پر دغه هېواد واکمن طالبان که د مسکو اولنمبر دوستان نه دي، دوښمنان یې هم نه دي. ښاغلی کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاتوي، د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکي مخ پر وده دي، خو محدودیتونه هم لري.
په خیبرپښتونخوا کې د عوامي نشنل پارټۍ مشر اېمل ولي خان وایي، د طالبانو حکومت چاته د منلو نه دی؛ ځکه چې د وسلې په زور راغلي د اشرف غني او کرزي په څېر دې د خلکو رایه واخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په روانه اونۍ کې د شري په ناروغۍ د اخته ماشومانو ۱۶۰۴ مشکوکې پېښې یې ثبتې کړې دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. خوهبت الله اخندزاده له لاکروا سره چې کابل کې په لیدنو بوخت دی، نه دي لیدلي او له لیدو یې ډډه کړې ده.
افغان فریفایټر خلیل ارسلاني به سبا شپه (د غویي ۲۸مه) له خپل ایراني سیال بهنام محمدي سره سیالي کوي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ هغه څه وغندل چې دوی یې د امریکا مخ په زیاتیدونکي مغرورانه چلند بولي او ژمنه یې وکړه، چې د دواړه هیوادونه دفاعي او نظامي اړیکې لا ژورې کړي.
باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته سفر کړی او د دې ډلې له واليانو سره یې لیدلي دي.
د اسټرالیا د نړۍوالو چارو څېړنیز انسټیټوټ د افراطي ايډيالوژۍ او د ترهګرو ډلو د ودې په موخه د ديني مدرسو د پراخولو لپاره د طالبانو د هڅو په اړه خبردارى ورکړ. دا څېړنیزه اداره په افغانستان کې د طالبانو مدرسه جوړونه په سویلي اسیا کې تر ټولو خطرناک بدلون ګڼي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د بدخشان په ارګو، درایم، جرم، بهارک، کشم ولسوالیو او مرکز فیض اباد کې یې ۵۶۱ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه هېواد د مرستو لومړۍ جوپه به سبا ته افغانستان ته ورسېږي.