د اسلام اباد سترې محکمې نن د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر د ۱۹۰ میلیونه پاونډو د درغلۍ د قضیې په تړاو د نوموړي ضمانت منظور کړ. د تحریک انصاف ځینې غړو پر دغه فیصله خوښي ښودلې او ویلې یې دي، چې خان ته جوړې شوې قضیې سیاسي رنګ لري او یوازې د تورونو تر کچې دي.
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې په سپینه شګه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نیم ساعت راهیسې جګړه روانه ده. سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې پوسته جوړه کړي، خو د طالبانو سرحدي ځواکونه یې خنډ شول او له امله یې جګړه ونښته.
یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو په یوې نوې څېړنه کې ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې یوې خواته کړي او په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات زیات کړي. دوی دا هم ویلي، چې د دې طرحې موخه په افغانستان کې د امریکا راتګ او مداخله نه ده.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۷مه په دغه هېواد کې پر اېکس (پخواني ټویټر) بندیز ولګاوه چې نن یې درې میاشتې پوره شوې.
سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د سویلي وزیرستان واڼه په سرګي کوټ سیمه کې بازار ته څېرمه د جوړېدو په حال کې و چې تېره شپه وسلهوالو په بمونو الوځولی او بنسټونه یې ورنړولي دي.
د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نذیر افغاني پر کور د نامعلومو وسلهوالو په بريد کې څلور کسان ټپيان شوي دي. د دېره اسماعیل خان ځایي پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نذیر افغاني له خپل ورور او وراره سره په دغه برید کې بچ شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینې وايي، چې تېره ورځ د پاکستاني او افغان پلاوي ترمنځ د «خرلاچي» لارې د خلاصون په اړه خبرې بې پایلې پایته ورسېدې. دغه سرچینه وایي، همدا تېره ورځ هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په سیمه کې ډزې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې نن یې د فتح دوه په نوم توغندی چې ۴۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي په «بریالیتوب» سره و ازمویه.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان په ژوب کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو عملیاتو ته په اشاره ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دوی لومړیتوب دی.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې (د غویي په ۲۵مه نېټه) ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د چمن پرلتوال یاده جرګه له هغه وروسته رابولي، چې تېره ورځ یې د بلوچستان د ایالتي چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. پرلتوال وايي، د چمن جرګه به د پرلت د راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.
د طالبانو د کډوالو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې یاد کسان له درې ورځو تر اتلسو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
ډان ورځپاڼې پرون سه شنبه د (غويي ۲۵مه) د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مشر عاطف اکرم شیخ له قوله لیکلي، چې دمګړۍ پر سوداګریزو توکو بار زرګونه لارۍ د سپین بولدک - چمن تر منځ پر لاره اېسارې دي او له امله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.