عاصم منیر: له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مقابله کوو او پر وطن له هیچا سره سودا نه کوو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي؛ د دغه هېواد امنیت ته له ورپېښو کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مقابله کوي او د خپل وطن پر سره له هیچا سره سازش نه کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ جنرال عاصم منیر نن دا خبره د پاکستان د هوايي ځواکونو په فراغتغونډه کې وکړه.

ښاغلي منیر په رسالپور کې نوې فارغېدونکو پوځیانو ته په خبرو کې وویل، چې له ځواکمن هوايي پوځ پرته به هېواد د یرغلګرو په لاس کې وي.

په ورته مهال یې زیاته کړه، چې پوځ له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره پوره تیار دی.

عاصم منیر په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې خپل قانوني حدود ښه پېژني او له نورو هم هیله لري، چې د قانون خوندیتوب ته لومړیتوب ور کړي.

نوموي په دې برخه کې کوم چا ته اشاره ونه کړه؛ خو دا خبرې یې له هغه وروسته دي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د پوځ اړوند استخباراتي اداره په ولسي چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه.

د پاکستان د پارلمان غړی او د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر خان وړمه ورځ وویل، چې که دوی د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي، د پاکستان یو شمېر ادارې یې پر وړاندې قضیې جوړوي او دوی له ستونزو سره مخ کوي.

نوموړي په دې وروستیو خبرو کې د کومې ځانګړې ادارې نوم نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف ګڼو مشرانو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې تورنې کړې وې، چې په سیاسي چارو کې مداخله کوي.

نور خبرونه

رادیو