‎ایراني چارواکي: د افغانستان د اورګاډي پټلۍ له ایراني ماشینونو پرته نه شي ترمیم کیدای

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د ایران د اورګاډي پټلۍ تخنیکي مرستیال مصطفی داوودي وايي، چې په افغانستان کې د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ تخنیکي نیمګړتیاوې لري.

ایسنا خبري اژانس د ښاغلي داوودي په حواله ویلي، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ایران د اورګاډي له ماشینونو پرته ترمیم کیدای نه شي.

دغه ايراني چارواكي څرګنده كړې چې افغانستان له كوم بل هېواد سره د اورګاډي پټلۍ له لارې نه دی نښتی، نو دغه ماشينونه بايد د ايران د اورګاډي د پټلۍ له لارې افغانستان ته داخل شي.

په هغه راپور کې چې ایسنا د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) خپور کړی، راغلي"څیړنې ښیي چې د اورګاډي یو ماشین هم له دغه هېواد څخه نه دی بهر شوی."

د طالبانو او ایراني چارواکو له خوا د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ له ګټې اخیستې سره هم‌مهاله، د ایران د اورګاډي ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ تخنیکي ستونزې نه دي حل شوي.

مصطفی داوودي وویل، چې دغه پروژه له شمتیع څخه د افغانستان تر روزنک پورې شاوخوا ۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې وه چې تر هرات ښار پورې وغځیږي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، "د ۱۴۰۲کال د وري په میاشت کې تخنیکي مطالعې وښودله چې پخوانۍ کرښه یوازې یو څه زیانمنه شوې وه او دغه نیمګړتیاوې نه وې ترمیم شوې."

د ایران د اورګاډي پټلۍ دغه چارواکي ویلي، چې په دې وروستیو کې یې شرکت د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په اړه راپورونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ له خوا د ایران د اورګاډي پټلۍ څخه د دې کرښې د لیدو لپاره کومه رسمي غوښتنه نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ