د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې ۵۸۶ عرادې پوځي وسایط یې ترمیم کړي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې ۵۸۶ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط یې ترمیم کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې دغه وسایط د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو په قوماندانۍ کې ترمیم شوي دي.

دغه وزارت وایي، چې د دغو پوځي وسایطو له ډلې ځینې یې د تېر نظام پر مهال خراب شوي وو.

‏ د طالبانو د دفاع وزارت لیکلي: «په دغو وسایطو کې ۳۵۹عرادې رنجر، ۶۰ عرادې هاموې ټانګونه، ۶۰ عرادې انټرنشنل لارۍ او یو شمېر کاسټر، فورکليفت، کرين او موټرسايکلونه شامل دي.»

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د پخوانيو امنيتي ځواکونو د پوځي وسايطو یوه لویه برخه له کاره لویدلې او د طالبانو لاس ته ورغلې وه. ډیری دغه وسایط د طالبانو په بریدونو او جګړو کې زیانمن شوي وو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ