د برتانیا پخوانۍ چارواکې: د افغانستان د تخلیې ناکام مدیریت د خلکو د قربانۍ لامل شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخوانۍ چارواکې وايي، چې د افغانستان د تخلیې ناکام مدیریت د «انسانانو د ژوند په بیه» تمام شو.

جوزي سټوارټ وویل، چې بریتانیوي چارواکو د زیانمنو خلکو د اېستلو پر ځای د افغانستان د سقوط د رسنیزو پایلو اداره کول غوره وګڼل.

مېرمن سټوارټ چې د طالبانو په لاس د کابل د سقوط پر مهال د بریتانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ناقانونه مالي مرستو د څانګې د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، په دې باور ده چې د افغانستان د تخلیې کړکېچ کې د برتانیا د حکومت "نا سم مدیریت" په دغه هېواد کې د ډېرو کړاوونو لامل شوی دی.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، بریتانیې تر ۱۵ زرو ډېر کسان له کابله واېستل.

اغلې سټوارټ د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جانسن ډومینیک راب په ګډون ځینې بریتانوي چارواکي تورن کړل چې د افغانستان نه د افغانانو د ایستلو په د ماموریت د کامیابۍ اړه یې ناسم معلومات شریک کړي دي.

هغې وویل، چې په ځینو مواردو کې چارواکي قصداً «صادق » نه وو.

ښاغلي روب د ۲۰۲۱په سپتمبر کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلې و، چې د هغه په باور"د بحران مرکز" اړتیاوې پوره کړي دي.

مېرمن سټوارټ وايي، چې کله چې یې د افغانستان کړکیچ ته دغبرګون په اړه کار کولو هغه « د انکار، دروغو او په بشپړه توګه د نه حساب ورکونې شاهده» پاتې شوې ده.

هغې وويل: "د دولتي کارکوونکې په توګه په خپل کار کې، په حکومت کې د ډېرو ناکامیو او له ډېرو داسې معلوماتو څخه خبره وم چې یو ښه خبر کیدلی شو، خو ما یو هم په ډاګه نه کړل.»

دغې پخواني بریتانوې چارواکې زیاته کړه: «خو د افغانستان څخه د وتلو ماموریت کې، زه د خپل وخت د بهرني سیاست د سترې ناکامۍ او د رامنځته شوي کړکېچ د شرموونکي مدیریت شاهده وم.»

د دغو ادعاوو په ځواب کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، چې په ۲۰۲۱کې له افغانستان څخه د وتلو د پروسې اداره کول «په خپل ډول کې ترټولو لوی ماموریت او دوېیمه ستره تخلیه وه چې د هر هېواد په واسطه تر سره شوه.»

د بریتانیې د بهرنیو چارووزارت د ویاند په وینا، «موږ په خپلو کارکوونکو ویاړو چې د دوه اونیو څخه لږې مودې کې یې له ۱۵زرو څخه د زیاتو کسانو د اېستلو لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې.»

هغه زیاته کړه «موږ له دغه کار څخه زده کړه کړې او د سوډان او نایجر د تخلیې او همداراز پر اوکراین د روسیې د برید او په منځني ختیځ کې د اوسني وضعیت په غبرګون کې مو د دې کار ګټې لیدلي دي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی په دې باور دی، چې لندن په افغانستان کې له هغو کسانو سره مرستې ته دوام ورکړی، چې د امنیت احساس نه کوي، چې له هغې جملې یې زرګونه نور کسان خوندي ځایونو ته راوستي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ