طالبانو په پکتیکا کې دوه تنه په عام محضر کې په دورو ووهل

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۳مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې دوه تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
دغې محکمې ويلي، دغه دوه تنه یې د غلا په تور په سزا رسولي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه دوه پکتیکاوال چې د غلا په تور یې نیولي وو، یو تن ۳۹ دورې او دویم هغه یې ۲۵ دورې وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې دواړه تورن کسان د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې په سزا رسول شوي.
دغه محکمه وايي، چې د دغو کسانو د سزا حکم د پکتیکا ولايت د ښاري لومړۍ محکمې د پرېکړې پر بنسټ نافذ شوى.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ریکارډ ته کتنه کړې او په دې کتنه کې د طالبانو د ډلې له خوا د جسمي سزاګانو د تطبیق په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.
په دې غونډه کې د نړېوالې ټولنې یو شمېر استازو له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جسمي سزاګانو او اعدام لړۍ ودروي.
د طالبانو ډلې تر دې مخکې هم څو، څو ځله ټینګار کړی، چې د «شریعت د احکامو» پر بنسټ خلکو ته سزا ورکوي او بهرنیان دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ