د هند په کیرالا کې د سختې ګرمۍ له امله ښوونځي او کالجونه تړل شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د هند په کیرالا ایالت کې د تودوخې کچې د لوړېدو له امله د دوشنبې تر ورځې ټول ښوونځي او کالجونه تړلي دي او په ساحلي سیمو کې له خلکو غوښتل شوي، چې په لمر کې کم وګرځي او په ځنګلونو کې د اور لګېدو د مخنیوي لپاره احتیاط وکړي.

سره له دې، چې د هند ډېری برخې د تودوخې له لوړې کچې سره مخامخ دي؛ خو د دغه هېواد د هواپوهنې ادارې له اپریل تر جون میاشتې د تودوخې درجې د بې ساري لوړېدو وړاندونیه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې عمومي ټاکنې روانې دي او د رایه ورکوونکو شمېرو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی دی.‌

سره له دې چې په کیرالا کې د تودوخې څپې نادرې دي؛ خو د هند د هوا پېژندنې ادارې ارقام ښیې، چې دغه ایالت یوازې د اپریل په میاشت کې د تودوخې پنځه څپې ثبت کړې دي.

د هند هواپوهنې ادارې پرون وویل، چې د هوا اوسني وضعیت ته په پام سره د تودخي کچه به نوره هم لوړه شي، چې د هوا د وچېدو لامل به هم شي.‌

دغې ادارې ویلي، چې په هند کې ګرمې څپې،‌ د دغه هېواد سویل ختیځ ساحل ته نږدې د تندرونو له امله رامنځته شوي دي.‌

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ