طالبانو د ملګرو ملتونو له یوې استازې غوښتي، چې د مور او ماشوم لپاره یو روغتون جوړ کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د کندهار ولایت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د ځانګړې استازې سره په لیدنه کې د مور او ماشوم لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو غوښتنه کړې.

د کندهار ولایت د رسنیو مرکز له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې الېس میریم ډیوډسن په کندهار کې د طالبانو د مرستیال والي حیات الله مبارک سره کتلي.
په خبرپاڼه کې د اغلې ډیوډسن له قوله لیکل شوي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه غواړي په کندهار کې خپل فعالیتونه ډېر کړي.
همدارنګه خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو مرستیال والي د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې له استازې غوښتنه کړې چې په دغه ولایت کې د مور او ماشوم لپاره یو مجهز روغتون جوړولو تر څنګ دې له بې‌وزله ښځو سره مرسته، د میرویس حوزوي روغتون د ښځینه کارکوونکو او ناروغانو لاس نیوی او همکاري وکړي.
طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د ځانګړې استازې د لیدنې انځورونه نه دي خپاره کړي.

نور خبرونه

رادیو