د ډیموکراټانو لسګونو استازو له جوبایډن څخه وغوښتل چې پر رفح د اسراییل د برید مخه ونیسي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

په یوه لیک کې د امریکا د استازو جرګې ۵۷ دیموکراټو غړو له جوبایډن څخه غوښتي چې پر تل ابیب فشار راوړي چې پر رفح د اسراییل د برید مخه ونیسي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واشنګټن به پر رفح د اسراییل د احتمالي برید ملاتړ ونه کړي.

د ډیموکراټانو استازو له بایډن څخه وغوښتل، یوه هڅه دې وکړي چې کولای شي اسراییل د فلسطین پر رفح ښار له برید څخه راوګرځوي.
په تېرو ورځو کې ملګرو ملتونو پر رفح ښار د اسراییل د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.
رفح د غزې د ۲.۳ میلیون وګړو د نیمایي خلکو د اوسېدو ځای دی چې ډیری یې له جګړې وروسته د دغې تړانګې له نورو برخو بې ځایه شوي او دلته مېشت شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ