د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، سوېلي اسیا ته د روسیې د تېلو رسولو لپاره د افغانستان لوېدیځ کې د لوژستیک مرکز یا قطب په جوړلو کې له قزاقستان او ترکمنستان سره هوکړې ته رسېدلي.
نورالدین عزیزي زیاتوي، دې کار سره غواړي چې افغانستان د سیمې د صادراتو پر لوجسټیک مرکز بدل کړي.
ښاغلي عزیزي رویټرز ته ویلي، چې په افغانستان کې د درې واړو هېوادونو د استازو تر منځ د تېرې اونۍ له غونډې وروسته به تخنیکي ټیم په دوو میاشتو کې د دغه مرکز د رسمي طرحو یا پلانونو په اړه هوکړه لیک ترتیب کړي او بیا به له شپږو میاشتو خبرو وروسته درې واړه هېوادونه پکې پانګونه وکړي.
عزیزي ویلي دي، چې دغه مرکز د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه د ګټې اخیستنې د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې یو وخت د ورېښمو لرغونې سوداګریزه لار پرې تېره وه او اوس هم د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ پروت او له چین او ایران سره ګډه پوله لري.
د نوموړي په خبره، د ترکمنستان او قزاقستان له چارواکو سره د خبرو له مخې دا لجسټیک قطب یا مرکز به هرات کې جوړېږي چې شمالي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي.
هغه وايي، طالبان دې ته سترګې پر لار دي چې د نوي مرکز له لارې به روسیه په راتلونکو کلونو کې پر سوېلي اسیا په تېره پاکستان میلیونونه ټنه تېل پلوري.
ښاغلی عزیزي وايي، دې درې واړو هېوادونو د نوي سوداګریز مرکز جوړولو سره د دې ټکي د ثابتولو تر ټولو غوره هڅه کړې چې افغانستان د وصل نقطه ده
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر وايي، افغانستان تر پاکستان د رسېدو تر ټولو غوره لار ده او دوی غواړي د نوي مرکز له لارې روسیه خپل تېل د هرات له لارې سوېلي اسیا ته ولېږي او قزاقستان هم پلان لري چې توکي له دې لارې سوېلي اسیا ته ولېږدوي.
د قزاقستان سوداګرۍ وزارت هم یوه بیان کې رویټرز ته ویلي چې غواړي د یو مهم لوجسټیک مرکز له لارې سوېلي اسیا او خلیج ته د رسېدو لپاره د افغانستان سړکونو او پټلۍ ته پراختیا ور کړی.
ترکمنستان، روسیې او پاکستان تر اوسه د طالبانو د دې پلان په هکله څه نه دي ویلي.