د طالبانو د لوګر والي د یوناما رییسې روزا اتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې یوناما دې د افغانستان عیني واقعیتونه نړۍوالو ته انتقال کړي.
د لوګر ولایت د مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر پر ایکس ټولنزې شبکې لیکلي، چې د لوګر لپاره د طالبانو والي شیخ ضیاءالرحمن مدني د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) د افغانستان له پاره د یوناما له رییسې روزا اتنبایوا سره کتلي دي.
مېرمن اتنبایوا د افغانستان تعلیمي، روغتیایي او نورو ټولنیزو ستونزو ته په اشارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي مدني مېرمن اتنبایوا ته وویل: «نړۍ له اسلامي امارت سره نا انصافي کوي.» هغه له یوناما څخه وغوښتل چې نړۍ ته د افغانستان واقعیتونه انتقال کړي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان میلادي کال د لومړنیو درېیو میاشتو راپور کې د ښځو او نجونو حقونه، د رسنیو ازادي، د ولسي خلکو مرګ ژوبله، د اعدام سزا، په خوست او پکتیا کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله او د پخواني دولتي چارواکو او سرتېرو نیولو او ربړولو په اړه تفصیلي معلومات خپاره کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، چې په دغه راپور کې هغه څه چې لیدل کېږي ټول تکراري او له پروپاګنده ډک دي.