سیاف طالبانو ته: که خپل مسوولیت سم ترسره نه کړی هم به ځان او هم به هېواد برباد کړی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې که طالبان خپل مسوولیت سم ترسره نه کړي، دا ډله به هم ځان او هم هېواد برباد کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د یو پیغام په خپرولو سره له طالبانو غوښتي، چې د هېواد کورنۍ ستونزې حل او ډېر ژر دې له خپلو سیاسي مخالفینو سره مذاکره وکړي.

ښاغلي سیاف پر طالبانو غږ کړی: "خپل شرعي او ملي مسوولیت ترسره کړی، کنه فرصت به مو له لاسه لاړ شي، هم به ځان او هم به هېواد برباد کړی."
نوموړي دغه راز له طالبانو غوښتي، چې نظام د خلکو په خوښه جوړ کړي او د خلکو ناوړه وضعیت ته د رسېدو له پاره کار وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته عبدالرب رسول سیاف په وار وار د طالبانو پر چلند او نظام نیوکې کړي او له دغې ډلې یې غوښتي، چې له خپلو سیاسي مخالفینو سره تعامل وکړي.
نوموړي څه موده مخکې پر اېکس کې لیکلي و، چې د طالبانو د مشر کړنې له ټولو اسلامي احکامو سره مخالفت کې دي او هغه له اسلامه ناروا ګټه پورته کوي.
که څه هم د تېر حکومت چارواکي او یو شمېر جهادي مشران اوسمهال له افغانستانه وتلي، خو په وار - وار سره یې په طالبانو غږ کړی چې باید په افغانستان که یو ټولګډونه حکومت رامنځته شي او دا هغه څه دي چې نړۍوال یې هم له طالبانو غواړي.
خو طالب چارواکي بیا ددغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هیچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ