افغان نوښتګره شکردخت جعفري د ۲۰۲۴کال د ډینامیک جایزې ګټونکې شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

افغان ښځینه فزیک پوهه شکردخت جعفري چې اوس‌مهال په برېتانیا کې مېشته ده، د ۲۰۲۴کال د ډینامیک جایزې ګټونکې شوه.
نوموړې ته د ډینامیک «د کال غوره نوښتګرې» جایزه په برېتانیا کې ورکړل شوه.

اغلې جعفري د( غویي په ۱۲مه) په خپلې فیسبوک پاڼې د دغې جایزې د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
نوموړې دغه جایزه داسې مهال ترلاسه کړې، چې په وروستي پړاو کې ورسره د دغې جایزه د ترلاسه کولو لپاره څلور نور کسان هم په سیالۍ کې وو.
هغې تر دې وړاندې په ۲۰۱۶کال کې په برېتانیا کې « ښځې په نوښتونو کې» تر عنوان لاندې جایزه هم ګټلې وه.

نوموړې تر دې مهاله تر ۴۰ ډېرې مقالې او دوه نوښتونه لري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ