د یوناما راپور: له بشري حقونو د سرغړونو، بندیزونو، د خلکو نیونو او وژنو لړۍ لا هم روانه ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

یوناما د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۳مه) په افغانستان کې د روان میلادي کال د لومړنیو درېیو میاشتو له جنورۍ تر مارچ میاشتې پورې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی او وايي، لا هم په افغانستان کې بشري حقونه په بشپړه توګه نه دي تامین شوي.

یوناما په دغه راپور کې د ښځو او نجونو حقونه، د رسنیو ازادي، د ولسي خلکو مرګ ژوبله، د اعدام سزا، په خوست او پکتیا کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله او د پخواني دولتي چارواکو او سرتېرو نیولو او ربړولو په اړه تفصیلي معلومات خپاره کړي دي.

د رسنیو ازادي
د یوناما له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې، افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په یوه ننګونکي چاپېریال کې کار او د پام وړ مالي ستونزو سره مخامخ دي.
د دغه سازمان په خبره، د طالبانو له لوري د بندیزونو سربېره خبریالان د کار پر مهال د یادې ډلې له لوري په خپلسرې توګه بنديانېږي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي، په تېرو درېیو میاشتو کې څلور خبریالان نیول شوي او له څه مودې بند وروسته بېرته خوشې شوي.
همدارنګه دغه سازمان د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو د وضع کېدو په دوام د فبرورۍ په ۱۸مه نېته د کندهار لپاره د طالبانو د والي له لوري د غونډو او لیدنو پر مهال د انځورونو د اخیستلو څخه د منعه کولو پر مکتوب هم اندېښنه ښودلې ده

د پخواني دولتي چارواکو او سرتېرو نیول او شکنجه کول

د یوناما له لوري په خپاره کړل شوي راپور کې ویل شوي چې، د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ یوناما د بشري حقونو او خپلسرو نیونو او توقیف لږ تر لږه ۳۷ پېښې، د ربړولو، ناوړه چلند او لفظي ګواښونو ۱۰ پېښې او د پخواني حکومت د چارواکو او سرتېرو د صحرايي محکمو او وژنو څلور پېښې مستند کړې دي.

د اعدام سزا او بدني مجازات
یوناما وايي، طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې درې کسان چې د مرګ په سزا محکوم شوي وو په عام محضر کې اعدام کړل.
د یوناما د معلوماتو له مخې، طالبانو په فبرورۍ میاشت کې دوه کسان په غزني او یو کس په جوزجان ولایت کې په عام محضر کې اعدام کړل.
همدرانګه یوناما وايي، د طالبانو له لوري لږ تر لږه هره اونۍ په یوه ولایت کې په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا ورکول کېږي.
یوناما وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دغه تازه معلومات د هغې څارنې پر بنسټ ولاړ دي چي د یوناما د بشري حقونو د څانګې له‌خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د ورکړل شوي ماموریت له مخې تر سره شوي.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما دغه راپور ته په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌و ټول شرعي حقونه تامین شوي او د یوناما دغه خپور شوی راپور یې له حقیقته لرې وباله.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ