پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا په ټانک کې په ګډو عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په بګوال سیمه کې درې وسله وال وژل شوي دي.
ویل کیږي، دغه وسله وال له دغې سیمې د پنجاب ایالت لوري ته د جګړې لپاره روان و.

پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (غويي ۱۳مه) راپور خپور کړی چې په ټانک ولسوالۍ کې د پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې درې تنه هغه وسله وال یې وژلي چې له دغې سیمې تېرېدل او د پنجاب صوبې لوري ته د جګړې لپاره تلل.
د راپورونو له مخې دغو وسله والو په ټانګ کې د تېرې اوونۍ د یوه قاضي د تښتولو په پېښه کې لاس درلود.
ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د وسله والو له لوري هغه قاضي چې تېره اوونۍ په ټانګ کې تښتول شوی و د پیسو په بدل کې خوشې شوی.
د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې هم ویلي چې په ټانګ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال درې وسله وال وژلي او له دوی څخه یې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
د یو بل خبر له مخې همدا نن په ټانک ولسوالۍ کې د پولیو واکسین په ساتونکو پولیسو برید شوی چې تر اوسه پورې یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ