د هواپوهنې اداره: په ۲۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې د (غویي په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه) په ۲۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، توندو بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکندي، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سمنګان، میدان وردک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، تخار،سرپل، بامیان او بدخشان ولایتونو لپاره دغه وړاندوینه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۵ تر ۶۰) ملي مترو اټکل شوې ده.
د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، شمال لوېدیځو، لوېدیځو، مرکزي او سوېلي ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی، چې د چټکوالي کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ( ۳۰ تر ۸۵) کیلو مټره په یوه ساعت کې اټکل کېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ