سویتزرلنډ د اوکرایین د سولې کنفرانس ته څه باندې ۱۶۰ پلاوو ته بلنه ورکړې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د سویتزرلنډ چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کییف په غوښتنه یې د جون په میاشت کې د اوکراین د سولې په کنفرانس کې د ګډون لپاره د نړۍ له ګوټ-ګوټ څخه څه باندې ۱۶۰ پلاوو ته بلنه ورکړې. په دغه کنفرانس کې روسیې ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د سویتزرلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په رابلل شوي پلاوي کې د اوو ځواکمنو هیوادونو یا جي ۷، او د شلو ځواکمنو هیوادونو یا جي ۲۰، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو سازمانونو غړي او دوه مذهبي استازي شامل دي.

دغه کنفرانس به د جون په ۱۵ مه او ۱۶ مه د سویتزرلنډ په برګنسټاک کې ترسره شي.

د کنفرانس موخه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سولې حل لارې او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو د اساسي اصولو پر بنسټ د نورو وړاندیزونو جوړول دي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د زیلینسکي له خوا د سولې ۱۰ ماده یي پلان وړاندې شوی وو، چې د نورو مواردو ترڅنګ له اوکراین څخه د ټولو روسي ځواکونو ایستل په کې شامل وو.

د سویس حکومت وویل: "د کنفرانس اصلي موخه د سولې راتلونکي پروسې ته د ټولو اړخونو هڅول دي."

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ او د جګړې په لومړیو څو اونیو کې د سولې مستقیمې خبرې اترې وشوې خو کومه پایله یې نه لروده.

مسکو په پرلپسې توګه په دغه کنفرانس نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه کنفرانس به د روسیې له ګډون پرته هیڅ کله موخې ته ونه رسیږي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ وویل: "د روسیې له ګډون پرته، موږ څنګه د پام وړ بحثونو او ارزښتناکو پایلو ته رسیدو تمه لرلای شو؟ دا نوښت په طبیعي ډول نیمګړی ښکاري."

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ