طالبان: له ۸۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) ۸۳۸ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) ۸۳۸ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو هېواد ته تر راستنولو وروسته د کډوالو لپاره په جوړو شویو پنډغالو کې ځای پر ځای شول.
د کډوالو وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې وايي، ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۵ تنه وو د یادې لارې څخه د پاکستان د حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.
همدارنګه یاد وزارت وايي، ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۲ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبرې توګه راستنې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تازه راستنې شوې کورنۍ یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ور پېژندلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د کډوالو د ملاتړو ادارو د فشارونو سربېره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ