ټي‌ټي‌پي: تېره میاشت مو په ۹۶ بریدونو کې ۲۴۳ تنه پوځي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د پاکستان تحریک طالبان (ټي‌ټي‌پي) وايي، د اپرېل په میاشت کې یې ټول ټال ۹۶ بریدونه کړي چې له امله یې ۲۴۳ تنه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هغې خبرپاڼه کې چې دغې ډلې رسنیو ته لېږلې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویل شوي، چې دغه عملیات یې تر ډېره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې تر سره کړي؛ خو له هغې ډلې یې یو په پنجاب ایالت کې هم ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې که څه هم چې ټي‌ټي‌پي خپلې غاړې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلي؛ خو د خپلې سیالې غاړې په اړه یې ویلي، چې په وژل شویو او ژوبلېدلو کسانو کې ۱۲۱ یې پوځیان، ۶۳ پولیس، ۴۴ یې اېف سي او ۱۵ نور یې د استخباراتو یا خفیه پولیس وو.
په خبرپاڼه کې د عملیاتو بڼو ته هم اشاره شوې او لیکلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې د مخامخ جګړې نه نیولې بیا تر لایزري عملیاتو، تعارضي بریدونه، بمي چاودنې، هدفي وژنې، د ترپ او خرپ چریکې جګړې او توغندیز بریدونه شامل دي.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې د هغو وسلو او مهماتو یادونه هم شوې، چې دوی وايي د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د پاکستان د پوځي او امنیتي ځواکونو څخه تر لاسه کړي دي.
که څه هم چې تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د دغو ادعاو پخلی نه دی کړی؛ خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو څخه پاکستانۍ او بهرنیو رسنیو د تاوتریخوالي او اخ و ډب راپورونه وخت نا وخت خپاره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ