د روسیې استازی: نړۍ باید په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شلو کلونو جنایتونه هېر نه کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د روسي پلاوي مشر د ملګرو ملتونو غونډه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده او نړۍ باید په دغه هېواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو «د شلو کلونو جنایتونه هېر نه کړي.»

ایلیا برمن دا خبره پرون په جنیوا کې د انساني حقونو د شورا ۴۶ ناستې ته په وینا کې کړې ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي مرمن په افغانستان کې د انساني حقونو د حالت ارزونې غونډه کې زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید د متحده ایالتونو او د ناټو د نورو ځواکونو هغه جنایتونه هېر نه کړي چې په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال وکړل، تر اوسه دا ټول سم نه دي څېړل شوي.»

د روسي استازي دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره اونۍ سي اېن اېن د خپلو موندنو له مخې وویل، له افغانستان د امریکا د وروستیو ځواکونو د وتلو په درشل کې پر کابل هوايي ډګر د داعش برید کې ځینې کسان د دغو ځواکونو په ډزو وژل شوي دی.

دغه تلوېزون د امریکايي ځواکونو، عیني شاهدانو او ډاکټرانو له قوله ویلي، چې تر ځانمرګي برید وروسته امریکايي او بریتانوي ځواکونو پر خلکو ډزې کړې دي.

د افغانستان بد اقتصادي حالت

د روسیې استازي ایلیا برمن په پرونۍ غونډه په افغانستان کې بد اقتصادي حالت ته په اشاره زیاته کړه چې طالبان د سرچینو د کمښت له امله د اقتصادي او ټولنیز حالت په سموالي کې له ستونزو سره مخ دي.

برمن د افغانستان اوسنی بدن اقتصادي حالت هم د امریکا د سیاست له امله وباله چې په وینا کې افغان شتمني یې کنګل کړې او له طالبانو د امتیاز ترلاسولو لپاره یې بشري مرستې د انساني حقونو مسله پورې تړلې دي.

روسیه د چین، ایران او پاکستان په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او د هغو محدودو هېوادونو په ډله کې راځي چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی.

نور خبرونه

رادیو