د سمنګان - بلخ پر لویه لار په چیچل سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دې کسانو ډینا موټر له سړک څخه واوښت.
د سمنګان ولایت د یوه سیمه ییز روغتون روغتیا پالو د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د ۱۵ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
له دې سره، په دې وروستیو کې د هېواد د بېلابېلو سیمو په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
ددغو پېښو ډېری لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ښودل شوی دی.