د یوناما راپور ته د مجاهد غبرګون: د یوناما راپور بې بنسټه او له پروپاګنده ډک دی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، په دغه راپور کې هغه څه چې لیدل کېږي ټول تکراري او له پروپاګنده ډک دي.
طلوع‌نیوز د هغه یو غږیز پیغام خپور کړی چې په کې وایي، یوناما د خپلو دغو ادعاوو لپاره کوم ثبوت نه لري.

نوموړي زیاته کړې:« په افغانستان کې د هیچا حقونه له منځه نه دي تللي. په افغانستان کې د ښځو، نارینه‌وو او ټولو خلکو شرعي حقونه په پام کې ساتل شوي او د افغانستان د خلکو حقونه زموږ د مکلفیتونو څخه دي.»
هغه وایي، د یوناما دغه ادعا ناسمه ده او اوس‌مهال د پخوا پرتله خلک تر ډېره خپلو شرعي حقونو ته لاسرسی لري.
د هغه په وینا:« په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې شته، چې اوس‌مهال پرې کار روان دی؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې ګواکې د چا حقونه دې تلف شوي وي.»
هغه د رسنیو د ازادۍ په تړاو ویلي، چې او‌سمهال موږ ګورو په افغانستان کې رسنۍ د یوه قانون په اډانه کې د فعالیت ازادي لري، چې پیغام رسونه وکړي، راپور ورکړي او په بېلابېلو بحثونو کې نیوکې هم کوي.
هغه وایي، په دې برخه کې د یوناما ادعا بې بنسټه ده.
ښاغلي مجاهد د پخواني حکومت د کارکوونکو د نیونې په تړاو ویلي، چې د پخواني حکومت هیڅ یوه کارکوونکی نه دی نیول شوی او که په غچ اخیستنې کې وژل شوی هم وي قضیې ته یې رسېدنه شوې او که ربړول شوی هم وي، د پېښې اړوند کسان یې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې:« هغه کسان چې په ځینو تخریبي کړنو کې په لاس لرلو نیول کېږي باید له هغوی ملاتړه ونه شي او یوناما دې هم د هغوی استازولي نه کوي.»
تر دې وړاندې یوناما «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت» تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني خپور شوي راپور کې ويلي و، چې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، د خوست او پکتیا په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله، د رسنیو ازادي، د پخواني حکومت چارواکو، د جسمي مجازاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه يې په افغانستان کې بشري حقونو ته کتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ