د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي وايي، له ایران سره تجارت تر لس میلیار ډالرو رسول او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېت عملي کېدل غواړي.
طالبان زیاتوي، د خپلمنځي تجارت او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پراختیا لپاره د ایران له سیستان بلوچستان سره ګډه کمېټه جوړوي.
د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ چې د نیمروز ولایت سوداګر هم پکې دي د ایران سیستان بلوچستان ته لاړ.
نورالدین عزیزي نن د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې غواړي د چابهار بندر له لارې د افغان ټرانزېټ سوداګري سل سلنه پلې شي.
د ښاغلي غزیزي په خبره، په دې برخه کې عملي کارونه پیل شوي دي.
نوموړی دا هم وايي، چې له ایران سره تر لس میلیار ډالرو پورې کلنۍ سوداګري زیاتول غواړي.
د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نن د سیستان بلوچستان له والي سردار محمد کرمي او د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي سره د خپلمنځي سوداګري پر پراختیا او ستونزو غونډه درلوده.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، نوموړي په دې غونډه کې د افغان سوداګرو لپاره د بېلې شوې ځمکې د بیو د پرېکنده کېدو، د چابهار له لارې د ټرانیزیټي مالومو لپاره د لارې او امتیاز پر مالومولو او په دې برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ټینګار وکړ.
طالبان د سیستان بلوچستان د والي کرمي له قوله وايي، چې د دې ستونزو دحل لپاره یې اړوند چارواکو ته اړینې لارښوونې وکړې.
دوی زیاتوي چې په اخر کې د سوداګرۍ د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پیاوړتیا لپاره د ولایت په کچه د ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.
دا کمېټه به له مرکزي کمېټې سره د چابهار بندر اړوند موضوعات څاري.