د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: د طالبانو له خوا د خبریالانو د ځورولو پېښې ډېرې شوې دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳

په قطر کې مېشت د افغانستان له پاره د امریکا سفارت ویاند وایي، چې د افغان خبریالانو پروړاندې د طالبانو د ځورولو پېښې ډېرې شوې دي.
ماریو کریفو د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

د امریکا د سفارت ویاند په یوې بیانیه کې ویلي، چې د خبریالۍ په برخه کې د ښځو پر کارونو محدودیتونه د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې د رسنیو کاري چاپېریال لاپسې مایوسوونکی شي.
په بیانیه کې راغلي: «پر رسنیو څارنه مبهم حالت کې ده او د دولت اړوند فعالیتونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی هم محدود شوی دی.»
دغه سفارت وايي، چې د افغانستان رسنۍ په یوې پیاوړې او د درناوي وړ مسلک بدلې شوې وې او اطلاعاتو ته یې لاسرسی هم درلود.
ماریو کریفو چې له دریو لسیزو راهیسې د افغانستان له مسایلو سره بلد دی وايي، چې د رسنیو ټولې لاسته راوړنې د طالبانو د محدودیتونو له امله کمې شوې دي.
د څارونکو بنسټونو د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کې تر نیمايي زیاتې رسنۍ د دغې ډلې د بندیزونو له امله منحل شوي او دوه پر درېیمه برخه خبریالان د خپل مسلک پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ځينو څېړنو پربنسټ، د ۱۴۰۲ کال د زمري له میاشتې راهیسې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله اتیا سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت همداراز زیاته کړې ده، چې د دغه هېواد خبریالانو په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ