طالبان: له زر تنو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال چې د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شوي ۴۲ تنه هغه افغانان هم پکې شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، د سه شنبې په ورځ د (غويي ۱۱مه) ۱۰۱۸ تنه افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي، ۱۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۳ تنه وو د سپین بولدک له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې کړل شوې.
دغه وزارت وايي، په جبري تازه راستانه کړل شویو کې ۴۲ تنه هغه افغان کډوال هم شامل وو چې د پاکستان د بېلابېلو ښارونو په زندانونو کې بندیان وو.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۳ تنه کېږي د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې دي.
په یادو راستانه کړل شویو افغان کډوالو کې دوه تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شوي ټول کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندلي دي.
د کډوالو د اېستلو د پروګرام په دویم پړاو کې، پاکستان هغه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي چې د (اې سي سي) یا افغان اوسېدونکو د تابعت کارټونه لري.
د پاکستان د ډېټابېس او مقررو تنظیم ملي ادارې په ۲۰۱۷کال کې د افغان کډوالو د ثبت او تنظیم او هغوی ته د رسمي هویت د ورکولو لپاره دغه کارتونه وېشلي وو.
که څه هم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د خپلې دغې پرېکړې په شا شي؛ خو تر دې مهاله پاکستاني لوري دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

نور خبرونه

رادیو