د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي او بیا د نوموړي ځانګړې قطعې ته سپارل کېږي.
په ورته وخت د بلخ د والي وياند وايي، چې په دغه ولایت کې د سيمرغ ګاډو د ټولو لړۍ پيل شوې او کورونیو چارو وزارت ته به وسپارل شي.
حاجي زيد د چهار شبنې په ورځ وویل، چې په بلخ کې يې د کورنيو چارو وزارت اړوند ۵ سېمرغ ګاډي له نظامي ادارو او کسانو ټول کړي دي.
ښاغلی زيد په خپل اېکس کې زیاتوي، چې د دې ګاډو د ټولو لړۍ د هبت الله اخوندزاده په امر او د بلخ د والي یوسف وفا په جدي سپارښتنه روانه ده.
نوموړي وايي: «يوازي د دوی د نظام اړوند سېمرغ ګاډي راټولېږي او هغو دولتي مسولين او ملکي کسان، چې په شخصي سرمايه یې رانيولي له هغو يې نه اخلي.»
د حاجي زيد په خبره، چې په بلخ کې د دې موټرانو د راټولو لړۍ لا هم دوام کوي.
يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې دغه موټران به وروسته له کورنيو چارو وزارت څخه د هبت الله اخونزاده د امنيت ځانګړي قطعې او مقام ته وسپارل شي.
هڅه مو وکړه، چې په هېواد کې د دې موټران د شمېر په اړه اړه د کورنيو چارو وزارت او ذبیح الله مجاهد نظر واخلو؛ خو هغوی جواب ونه وايه.