پاکستان له انګلنډ او ايرلنډ سره د سیالیو لپاره سبا لوبډله اعلانوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، سبا په قذافي لوبغالي کې د انګلنډ او ایرلنډ سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلانوي.

د پاکستان ملي لوبډلې د روانې مياشتي په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۴ له ايرلنډ او د همدې مياشتي په ۲۲مه، ۲۵مه، ۲۸مه او ۳۰ له انګلنډ سره شل اوره سیالۍ لري.

د پاکستان جيونيوز هم د دې هېواد د کرېکټ د مسولینو له قوله ليکلي، چې له انګلنډ سره تر لومړۍ لوبې وروسته به پاکستان د نړیوال شل اوره جام لپاره هم خپله لوبډله اعلان کړي.

جيونیوز په خپل خبر کې ليکلي، چې په ډېر احتمال سره تېز توپ اچوونکی حارث روف به هم د لوبډلې برخه وي.

روف د اوږې د زخم له امله د تداوی لپاره له لوبډلې لرې شوی و.

د پاکستان کرېکټ لوبډله به د مې مياشتې په ۷مه نېټه ايرلنډ ته ځان رسوي

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ