د ملګرو ملتونو چارواکی: موږ هڅه کوو، چې له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل راکم کړو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې مرستیال اندریکا ریتواتي په تورخم کې د کډوالو له دفتر څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هڅه کوي پاکستاني چارواکي قانع کړي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر راکم کړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ننګرهار ولایت لپاره د دې ډلې مرستیال والي سعید احمد بنوري د سه شنبې په ورځ (د غويي ۱۱مه) له اندریکا ریتواتي سره لیدلي.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، سعید احمد بنوري او اندریکا ریتواتي له پاکستان څخه د راستنو شویو کورنیو سره د مرستو، سرپناه، کارموندنې، بشري مرستې، تعلیم او روغتیا په اړه خبرې وکړې.
د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مرستیال له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو