پاکستانۍ رسنۍ: د اپرېل تر ۳۰مې د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۵۵۶ زرو ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل تر ۳۰مې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۵۶زره او ۵۴۸ ته لوړ شو او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د پاکستان ډېلي رسنۍ په راپور کې راغلي، چې د اپرېل میاشتې له ۲۲مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د ۱۳۵۶۷ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۵۴۱۲ یې نارینه، ۳۴۵۸ یې ښځې او ۴۶۹۷ یې ماشومان وو.
د راپور له مخې، دغه ۵۱۲ کورنۍ په ۶۳۲ موټرو کې افغانستان ته ستنې شوې دي.
ورته مهال د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې مرستیال اندریکا ریتواتي په تورخم کې د کډوالو له دفتر څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هڅه کوي پاکستاني چارواکي قانع کړي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر راکم کړي.
له بل پلوه تېره اونۍ اروپايي ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره ۱۷ مېلیونه یورو مرسته کوي.
د اروپايي ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغانان راستانه شوي دي.
دغې ټولنې د ټینګار سره ویلي و، په راستنېدونکو کسانو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانموونکي دي چې دوی ته تر ټولو ډېر لومړیتوب ورکوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ