د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او پاکستاني چارواکو د سیمې پر امنیت خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جان بس پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د سیمې د امنیت، سوداګرۍ او د پاکستان د اقتصادي ثبات په اړه خبرې وکړې.

دا د شهباز شریف د نوي حکومت له جوړېدو وروسته پاکستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو لومړنی رسمي سفر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې امریکايي او پاکستاني چارواکو د سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو په ګډون د پاکستان د اقتصادي ثبات لپاره د امریکا د ملاتړ او د سیمه ییزې هوساینې او سوکالۍ لپاره د دوه اړخیزو لومړیتوبونو ترڅنګ په بېلابېلو نورو مسایلو خبرې وکړې.
ددغه وزارت په خبره، ښاغلي بس په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د باثباته، خوندي او سوکاله راتلونکي لپاره د امریکا پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دغه خبرې رغنده بللي او لیکلي یې دي، چې دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې او د سیمې امنیت ته د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې کتنه کې امریکايي او پاکستاني چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې او په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ