د دوبۍ په نړۍوال کلي سوداګریز او فرهنګي نندارتون کې افغانستان دویم مقام وګاټه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د دوبۍ په ګلوبل ویلیج یا نړۍوال کلي سوداګریز او کولتوري نندارتون کې د لومړي ځل لپاره افغانستان دویم مقام خپل کړ.

په ګلوبل ویلج کې د افغانستان د څانګې مشر میرخان مقري وايي، چې دغه سوداګریز نندارتون هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل کېږي او د لسګونو هېوادونو په ګډون شپږ میاشتې دوام کوي.

د نوموړي په خبره؛ په تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان دویم مقام ته رسېدلی دی.

هغه وویل: " دا زموږ د ټولو افغانانو او افغانستان لپاره ویاړ دی، چې یو جنګ ځپلی هېواد دې د نړۍ په کچه یو نندارتون کې دویم مقام تر لاسه کوي".

د ښاغلي مقري په وینا؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات؛ لکه لاسي صنایع، موسیقي، هنري پارچې، افغاني کالي، وچې او تازه مېوې، قیمتي کاڼي، ګاڼې، او خواړه نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.

په عرب اماراتو کې د ګلوبل ویلج په سوداګریز او کولتوري نندارتون تر ۳۵۰۰ زیاتو سوداګرو د ۹۳ کولتورونو په استازولۍ ۲۷ څانګې پرانیستې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ