د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د کارګرو د حقونو د خوندیتوب لپاره نور اقدامات کوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د پاکستان لومړی وزیر او ولسمشر وايي، په دغه هېواد کې د کارګرو د هوساینې او د وی د حقونو د خوندیتوب لپاره په حکومتي کچه نور ګامونه اخلي.

شهباز شریف او اصف علي زرداري، دا خبره نن د کارګر نړیوالې ورځې په مناسب کړې چې هر کال د مۍ پر لومړۍ لمانځل کېږي.

اصف علي زرداري له کاروالو غوښتي چې کارګرو ته د تنخا په برخه کې له انصاف کار واخلي. او هم یې د خوندیتوب او روغتیا په برخه کې ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په خبره، په خطرناک کاري چاپېریال کې باید کارګرو ته اړینه تربیه او د خوندیتوب وسایل برابر شي.

شهباز شریف هم د کارګرو په هکله په خپل پیغام کې د دوی هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې د دوی د خوندیتوب او روغتیا په برخه کې د کارګر نړیوال کانفرانس ژر جوړ شي.

نوموړی دا هم وايي چې کارګرو ته د استوګني غوره سهولت، ښوونې روزېن او درمنلې په برخه کې به هم خپلې هڅې جاري ساتي.

نور خبرونه

رادیو