د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبانو سره تعامل،د واشنګټن د ګټو د خوندیتوب لپاره غوره لار ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، واشنګټن به له طالبانو سره تر هغې له تعامله په شا نه شي چې د هېواد ګټې یې مطرح وي.
وډانټ پټېل ویلي، له طالبانو سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره؛ بلکې د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند د سه شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې له طالبانو سره تعامل دغې ډلې سره د مستقیمو خبرو زمینه برابروي.
د پټېل په وینا، دغه تعامل د هغو امریکایي بندیانو د ژر تر ژره او بې له قیدو شرطه د خلاصون په برخه کې د فشار راولو لپاره چې « په ناحقه» بندیان شوي؛ یو ښه فرصت دی.
ښاغلي پټېل زیاته کړې، چې امریکا له دغو فرصتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغې ډلې د ژمنو په اړه د طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره ګټه اخلي.
هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسلې هم د دوی په کاري برخه کې شاملې دي.
که څه هم امریکایي چارواکو او ملګرو ملتونو په وار، وار د طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی؛ خو دغه کړنلاره د افغان سیاست‌والو او فعالانو په منځ کې خورا ډېر نیوکه کوونکي لري.
طالبانو په لویه کچه په افغانستان کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړوونه کړې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ