نبیل: د طالبانو لوړپوړی غړی حاجي احمد شاه د شیعه مذهبو د وژلو پلان جوړوونکی دی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د افغانستان د مخکیني دولت د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو لوړپوړی غړی حاجي احمدشاه چې د دغې ډلې په استخباراتو کې کار کوي، په افغانستان کې پر شیعه او هزاره توکمو د خونړیو بریدونو پلان جوړوونکی دی.

نوموړي لیکلي: " حاجي احمدشاه د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاجمیر جواد له نږدې همکارانو څخه دی، چې په دغه سازمان کې کار کوي."
ښاغلي نبیل همداراز زیاته کړې ده، چې د کره اطلاعاتو له مخې؛ حاجي احمد شاه په کوچني اختر کې د خپلې کورنۍ د لیدو په پلمه پاکستان ته سفر کړی و او له بېلابېلو پاکستاني پوځي او استخباراتي کسانو سره یې لیدلي دي.
نوموړي د خپلو خبرو د ثابتولو په موخه د حاجي احمدشاه او حمیدالحق انځورونه هم خپاره کړي، چې ویل کیږي د نوموړي په وروستي سفر کې اخیستل شوي دي.
رحمت الله نبیل لیکلي: "د ځینو شواهدو پر اساس ما په تېرو وختونو کې هم ویلي وو، چې حاجي احمدشاه د یوې ترهګرې ډلې مشري کوي او زمونږ د شیعه او هزاره هېوادوالو په وړاندې د ډېرو بریدونو د پردې تر شا دی."
نبیل د افغانستان د ملي امنیت په اداره کې د خپلې دندې پر مهال هم په وار - وار د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د افغانستان په چارو کې په مستقیمه لاسوهنه، طالبانو ته د پوځي او مالي مرستو په برابرولو او د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو په پلان جوړونو تورنه کړې وه.
د افغانستان د مخکیني حکومت د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې حاجي احمدشاه په مستقیمه توګه د پاکستان له پوځ څخه دستور اخلي.
ښاغلي نبیل په خپله اېکس پاڼه کې د حاجي احمدشاه یو بل انځور هم خپور کړی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نوموړي د تېر حکومت له یو شمېر چارواکو له هغې جملې له مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې له مشر عبدالله عبدالله او د کرزي د دفتر له رییس کریم خُرم سره ښکاري.
رحمت الله نبیل تر هغه وروسته د حاجي احمدشاه په اړه ولیکل، چې د دوشنبې په شپه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په امان زمان جومات کې پر یو شمېر لمونځ کوونکو وسله والو موټرسایکل سپرو برید وکړ، چې د طالبانو په خبره په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.
ددغه برید وروسته بیا داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ