د چین د ۱۴ مېلیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ولېږل شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شېنګ وايي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ۱۰۰ مېلیونه اېوانو چې شاوخوا ۱۴ مېلیون ډالره کېږي، د مرستې لومړۍ جوپه خوځېدلې او ډېر ژر به کابل ته ورسېږي.

د چین سفیر په خپلې اېکس پاڼه د (غويي ۱۱مه) لیکلي، چې دغه مرستې د سېنکیانګ ایالت له «هورګوس» بندره افغانستان ته لېږدول شوې دي.
جاو شېنګ دا رنګه ویلي:« چین افغانستان سره د طبیعي ناخوالو په وخت کې د بشري مرستو لپاره تل ولاړ دی.»
سره له دې چې چین هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په نړۍ کې یواځینی هېواد دی، چې د طالبانو سفیر یې په رسمي بڼه منلی دی.
د دې تر څنګ چین په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته ډېره لېوالتیا لري، چې دغې لېوالتیا ته یې ګڼ افغانان د شک په سترګه هم ګوري.

هغوی وايي، چین په داسې مهال په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي چې تر اوسه د طالبانو ډله د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې او د دغسې یوې ډلې سره د سترو پروژو پر سر معامله ښايي په راتلونکې کې د ستونزو لامل وګرځي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ