سرچینې: طالبان په کابل هوايي میدان کې مسافرو ته د کمپیوټر د وړلو اجازه نه ورکوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې هغه افغان مسافرین چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د طالبانو له خوا ورته د کمپیوټر د وړلو اجازه نه ورکول کیږي.

د سرچینې په خبره؛ دا مهال د تالاشۍ په ټولو ځایونو کې افغان مسافرینو ته د طالبانو له خوا د کمپیوټر او هارډ ډیسک د نه وړولو امر کیږي.

سرچینې وویل: "که چېرې څوک د هوايي میدان له مسوولینو اجازه واخلي؛ نو په داسې حال کې کمپیوټر د هوايي میدان د تخنیکي برخې له خوا مکمل څارل کیږي".

سرچینه وايي، چې دا امر د کابل هوايي ډګر ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا شوی دی.

د کابل هوايي ډګر یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه؛ هغه مسافرین چې افغانستان ته راځي کولی شي، چې خپل کمپیوټر له ځانه سره راوړي؛ خو تلونکي افغان مسافرين د دې حق نه لري، چې کمپیوټر له ځانه سره یوسي.

سرچینه وايي، ډېرو کمو خلکو ته د هوايي ډګر د مسوولینو له خوا د کمپیوټر د وړلو اجازه ورکول کیږي.

د دغې سرچینې په خبره؛ بهرني وګړي کولی شي، چې کمپیوټر له ځانه سره ولېږدوي؛ خو اړینه ده، چې د راتګ پر مهال خپل کمپیوټر په هوايي ډګر کې ثبت او راجستر کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د بهرنیو موسسو کارکوونکي او ځینو مېلمنو ته د کمپیوټر د لېږد په برخه کې اجازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه کارکوونکي زیاته کړه: "اکثره وخت د بهرنیو موسساتو بهرنیو کارکوونکو ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا اجازه لیک ورکول کیږي او یا هم د دندې پر کارت ورته اجازه ورکول کیږي".

عبدالجبار خوشحال چې دوه اونۍ وړاندې له کابل څه امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پر بنسټ کډوال شوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د کابل په هوايي ډګر کې ورته طالبانو ویلي وو، چې یا دې کمپیوټر بېرته د خپلې کورنۍ غړو ته وسپاري او یا دې په هوايي ډګر کې پرېږدي.

هغه زیاته کړه: "د حیرانتیا خبره خو دا وه، چې طالبانو سره هېڅ ځواب نه و، چې ولې په کمپیوټر بندیز دی، یوازې دوه خبرې یې لرلې، چې یا دې کمپیوټر کورنۍ ته وسپاره او یا یې دلته ستا په مخ کې ماتوو؛ خو اجازه نه شته چې بهر یې یوسې".

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل په هوايي ډګر کې د کمپیوټر پر لېږد دا ډول بندیز د لومړي ځل لپاره لګول شوی دی.

طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه یې هم مسافرینو ته د کمپیوټر د لېږد د بندیز په اړه کوم سپیناوی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو