په کندوز کې ۲۳۴ ستنو شویو نجونو د قابلګۍ د درې کلنې دورې لپاره ازموینه ور کړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له کډوالۍ خپل ټاټوبي کندوز ته ۲۳۴ ستنو شویو نجونو د قابلګۍ زدکړې په درې کلنه دوره کې د ګډون لپاره ازموینه ورکړه.
دغه وزارت نن په خپل اېکس کې زیاتوي، چې دا پروګرام د کډوالۍ د ریاستونو د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې بیا دا مشخصه شوې نه ده، چې دا نجونې له کومو هېوادونو راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې ازموینې ۸۰ تنه ګډونوالې به چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ په کندز ولایت کې د قابله ګۍ درې کلن انسټیټیوټ ته ور وپېژندل شي.
ویل کیږي، چې د دې محصلینو فیس او نور لګښت به دغه کمیشنري ورکړي.
په افغانستان کې د نرسنګ او قابلګۍ په برخو کې په داسې حال کې د زدکړو زمینه برابریږي، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د ښځینه ډاکټرانو له سخت کمښت سره مخ دي.
که څه هم طالبانو پر نجونو د منځنیو او لوړو زدکړو دروازې بندې کړې، خو په پلازمېنه کابل او ځینې ولایتونو کې بیا د نرسنګ او قابلګۍ برخو کې د نجونو روزنه زیاته شوې او د جذب بهیر یې هم پراخ شوی دی.
اخوا روغتیايي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې قابلې او نرسانې د ډاکترو تشه ډکولی نشي.
طالبانو په افغانستان کې پر نورو روزنیزو چارو پر بندیزونو سربېره په طب پوهنځي کې هم د ښځو پر زدکړو بندیز ولګاوه.
دغې ډلې تېر کال د یوه فرمان پر بنسټ د افغانستان په طبي شورا یا اېګزیټ ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه هم ور نه کړه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ