طالبان: څه باندې دوه نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره یې چمتوالی نیولی او یوشمېر اړمن کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته هم ورپېژندلي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د غويي په لسمه د اسلام کلا له لارې ۲۳۶۸ تنه افغان کډوال له ایرانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت وايي، په تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۲۶ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.
د طالبانو دغه وزارت ویلي، چې له ایرانه راستانه کړل شوي اړمن افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، په همدغه ورځ له دوه سوه څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت د تورخم د سرحدي امریت په حواله لیکلي چې، د دوشنبې په ورځ ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۰ تنه وو د تورخم له لارې له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د تېر کال له سپتمبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد یې نه لرل له پاکستانه اېستل شوي دي.
د کډوالو د اېستلو د پروګرام په دویمه برخه کې پاکستان هغه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي، چې د (اې سي سي) یا افغان اوسېدونکو د تابعت کارټونه لري.
د پاکستان د ډېټابېس او مقررو تنظیم ملي ادارې په ۲۰۱۷کال کې د افغان کډوالو د ثبت او تنظیم او هغوی ته د رسمي هویت د ورکولو لپاره دغه کارتونه وېشلي وو.
که څه هم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له خپلې دغې پرېکړې په شا شي؛ خو تر دې مهاله پاکستاني لوري دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ