شننه؛ مالیزیا به وکولای شي چې له طالبانو سره د نړۍ تورې اړېکې سپینې کړي؟

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲
احسان الله مهجور

لیکوال او خبریال

تېره اونۍ د غويي میاشتې په پنځمه نېټه د مالیزیا د لومړي وزیر د ځانګړې استازې ډاکتر داتو شازلینا په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل راغلی و او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره یې جلا - جلا لېدنې لرلې.

په دغه پلاوي کې د مالیزیا د لومړي وزیر استازې، سلاکارانو، د بهرنیو، کورنیو او دفاع وزارتونو استازو ګډون درلود.

دغه مالیزیایي پلاوي په کابل کې د طالبانو ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر، بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب سره د سیاسي اړیکو په پراختیا، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره په مبارزې، په سایبري برخه کې د زده کړو او نورو برخو کې د مرستو او همکارۍ په اړه خبرې کړې.

واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په تېرو دوه‌ نیمو کلونو کې د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي له سفرونو وروسته دا د یوه اسلامي هېواد په لویه کچه پلاوی دی، چې له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي.

د مالیزیا د دغه پلاوي سفر په څه معنا دی؟

ایا طالبان دا ځل غواړي د مالیزیا له لارې د نړۍ پام ځانته واړوي او په دې سره د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو په لټه کې دي؟

که د طالبانو حکومت هڅه دا وي، چې دا ځل د مالیزیا له لارې له نړۍ سره په ډېپلوماتیکه ژبه خبرې وکړي او په دې سره له نړۍوالې ټولنې د خپل حکومت مشروعیت لاسته راوړي؛ خو تر دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، ایران، ترکیې او عربي هېوادونو هڅې کړې، چې طالبان له هغو بندیزونو او کړنو په شا کړي، چې له نړۍ سره یې د طالبانو په اړیکو سیوری غوړولی او د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو مخه یې نیولې.

طالبانو د ۱۳۹۸ کال د کب میاشت په دوحه کې له امریکايي لوري سره د سولې په نوم په تړون کې ژمنې وکړې، چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي، کوکنارو کرکیله به بندوي، ټولګډونه حکومت به جوړوي، بشري حقونو، د بیان ازادي او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته به درناوی کوي، غچ به نه اخلي او داسې نور چې د نړۍوالې ټولنې په باور طالبانو په خپلو دغو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی یې د یوه حکومت په ډول نه مني.

اوس پوښتنه دا ده، چې د مالیزیا حکومت به وتوانیږي چې د نړۍ او طالبانو په نازک تار تړلې اړېکې غښتلې کړي او نړۍوال دې ته چمتو کړي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني؟سیاسي شنوونکي وايي، چې یوه له ټولو بنسټیزه موضوع چې له امله یې د نړۍ او سیمې هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، هغه د نجونو د زده‌کړو موضوع ده.

طالبانو ته د ښځو د زده‌کړو په اړه د مالیزیا سپارښتې:

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ۱۴۰۲ کال په تله میاشت کې له طالبانو غوښتي وو، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې د توپیري چلند له سیاستونو لاس واخلي او ویلي یې وو، چې د نجونو د زده کړو له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت روان کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اجنډا وه او د ځینو هېوادونو مشرانو په دې اړه ویناوې وکړې.

د تېر ۱۴۰۲ کال د وږي ۳۱مه د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند استیفان دوجاریک ویلي وو، چې په افغانستان کې د زده‌کړو له حقه بې برخو نجونو او ښځو سره مرسته زموږ په لومړیتوبونو کې ده او طالبانو ته د ملګرو ملتونو پیغام دا دی، چې دغه سازمان به تر پایه پورې د ښځو ترڅنګ ولاړ وي.

کومه مالیزیا؟

په سوېل ختیځه اسیا کې په یو ستراتیژیک سمندریز مسیر پروت هېواد دی، چې د نړۍوالې سوداګرۍ او له بېلابېلو کلتورونو مالامال دی.

د حکومت ډول یې مشروطه شاهي ده، په درېیو لویو فېډرالي سیمو کې ۱۳ ایالتونه لري، چې د سوېلي چین سمندر له خوا په دوو برخو ویشل شوې.

د مالیزیا ټاپووزمه او د بورنیو ختیځه مالیزیا ده. د مالیزیا ټاپو د تایلینډ سره ځمکنۍ او سمندري پوله لري او د سینګاپور ، ویتنام او اندونیزیا سره هم سمندري پولې لري. ختیځه مالیزیا د برونای، ویتنام، فیلیپین او اندونیزیا سره ځمکنۍ او سمندري پولې لري.

د مالیزیا نفوس له ۳۴ میلیون پورته دی، چې رسمي دین یې اسلام او ۶۳ سلنه وګړي یې سني مسلمان دي او پاتې نور یې بودایان، عیسویان او هندوان دي.

د «مالیزیا نوم» یوه معاصره اصطلاح ده، چې د ۲۰ مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې رامنځته شوی.

له چین او هند نه هندويزم او بودايزم د دغې سیمې په لومړني تاریخ واک لرلی، چې له اوومې پېړۍ نه تر دیارلسمې پېړۍ پورې په سوماترا ټاپو کې د سریویجایا د تمدن د واکمنۍ پر مهال یې اغېز اوج ته ورسېد او له سوماترا نه یې لوېدیځې جاوا، ختیځ بورنیو او مالای ټاپو وزمې ته یې پراختیا وموندله.

په ۱۹۸۲ میلادي کال کې تن مهاتیر محمد د مالیزیا مشر وټاکل شو، هغه د مسلک په لحاظ د طب ډاکټر خو په سیاست ډېر پوهېده. له دې مخکې د مالیزیا بهرنی سیاست تر ډېره د لوېدیځ تر سیوري لاندې و. مهاتیر محمد د (ختیځ لید) نوې پالیسي جوړه کړه. د دې پالیسۍ هدف دا وو چې مالیزیا به د لوېديځ په ځای جاپان، سوېلي کوریا او چین ته مخ کوي.‌ مهاتیر له ټولو زیات له جاپان ډېر اغېزمن و. ده د دې پالیسي له مخې مالیزیایان جاپان ته په بورسونو ولېږل، جاپانیان یې مالیزیا ته راوغوښتل، جاپان دوی تهدوه مالیزیايي د موټرو کمپنۍ ورکړې. هغه و چې مالیزیا په سیاست او اقتصاد کې وده وکړه.

که څه هم مالیزیا د اسلامي نړۍ د شخړو په هواري کې د سعودي عربستان سارې نه ده خو پخوا یې د اسلامي هیوادونو تر منځ د شخړو پر مهال د سولې هڅې کړې او منځګړیوب یې کړی.

په ۱۳۹۵ ل کال کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې ځانگړې غونډې په پای کې چې په مالیزیا کې جوړه شوی وه، د روهینگا مسلمانانو په کړکیچ د بحث کولو لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړ او له برما یې وغوښتل چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان پلاوي ته هغه هیواد ته د تللو اجازه ورکړي.

د مالیزیا د هغه مهال لومړي وزیر نجیب رزاق په دې غونډه کې د تاوتریخوالي سملاسي بندېدل وغوښتل چې د هغه په وینا پرته له دې به د اسلامي دولت ډله د روهینگیا مسلمانانو په منځ کې اغېز وکړي او هغوی به سخت دریځه او توندلارې کړي.

خو د افغانستان په کشاله کې د تېر جمهوري حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې بیا قطر له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا څخه مخکې او په لومړي سر کې یې د طالبانو او امریکا او بیا یې د اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت او طالبانو تر منځ د سولې او بین الافغاني خبرو اترو کوربتوب وکړ.

د افغانستان له تېر جمهوري حکومت سره د مالیزیا حکومت سیاسي او سوداګریزې اړیکې لرلې؛ خو د سولې په برخه کې مالیزیا د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او اندونزیا غوندې څه رول نه درلود.

اوس به څه کیږي؟

مهمه موضوع داده، چې اوس د مالیزیا لوړپوړي پلاوي تګ کابل ته او له طالبانو سره په سیاسي او سوداګریزو برخو خبرې څه معنا لري؟

طالبان تر کومه بریده کولای شي د مالیزیا له اړیکو په ګټې اخیستو له نړۍ سره خپلې اړیکې ورغوي او د نه رسمیت پېژندلو له نا معلوم حالت څخه راووځي؟

اوس پوښتنه دا ده، چې مالیزیا به څومره وتوانیږي چې د طالبانو کاواکه سیاسیتونو او له بشري حقونو سرغړونو ته په کتو له دغې ډلې سره د دوو اسلامي هیوادونو د اړیکو او بیا له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي.

دا مهال د مالیزیا په څه باندې ۳۴ میلیونه نفوس کې چې شاوخوا ۶۳ سلنه یې مسلمان او پاتې یې د نورو ادیانو پیروان دي، له پخوانیو خپلمنځي شخړو راوتلي او د یوه مشروطه شاهي حکومت په اډانه کې د نرانو او ښځو په کډ کار سره راټول دي؛ خو طالبان ان له خپلې حنفي فقې د باندې نور نه مني او له تېرو څه باندې دوه نیمو کلو راهیسې یې د بشري حقونو په سرغړونو سربېره د ښځو د زده کړو او کار مخه یې نیولې او د یوه پراخ بنسټه حکومت په نشت کې یې له اساسي قانون پرته خپلې غوښتنې په خلکو تپلې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ