‏د سالنګونو لویه لار د ټرافیکو لپاره بېرته پرانیستل شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، د سالنګونو لویه لار چې تېره شپه اته بجې د ټرافیکو لپاره تړل شوې وه نن سهار د (غویي په ۱۱مه) د غټو او وړو موټرونو لپاره بېرته خلاصه شوه.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې نن هم اسمان ځای ځای وریځ دی او په ځینو برخو کې واوره او باران ووري.
دغه وزارت همدارنګه له خلکو غوښتي، چې پر دغې لاره د تګ پرمهال دې ځان سره لازم توکي ولري او د سفر پرمهال دې له احتیاطه کار واخلي.
دغه لار تېر ماسختن اته بجې د ټرافیکو لپاره تړل شوې وه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي و، چې د سالنګونو لویه لار د واورې، سخت توپان له امله چې د دید کچه یې کمه کړې وه او د ځاني تلفاتو او زیانونو د مخنیوي لپاره د ټرافیکو لپاره وتړل شوه.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي و، چې پر دغې لویې لارې اېسار پاتې موټرونه د دوی د حفظ او مراقبت د پرسونل له‌خوا را اېستل شوي دي.
‏دغه لار تېره شپه داسې مهال وتړل شوه، چې همدا تېره ورځ افغانستان انټرنسنل ته د خلکو له‌خوا په رالېږل شویو ویډیوګانو کې لیدل شوي وو، چې په شمالي سالنګ کې د یوه غره ډبرې راغورځېږي.
هغه مسافر چې دغه ویډیو یې رالېږلې وه ویلي و، چې د دغو ډبرو راپرېوتل د ⁧‫سالنګونو‬⁩ د مساپرو او اوسېدونکو لپاره خطرناکه چاره ده.

نور خبرونه

رادیو